چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا بشار په رښتیا د سوریې د جګړې ګټونکی دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا بشار په رښتیا د سوریې د جګړې ګټونکی دی؟

(ژباړه)

خبر:

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دېمستورا  په قزاقستان کې په یوه خبري ناسته کې وویل: «په سوریه کې باید له ترهګرو ډلو سره خبرې ودریږي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې مخالفې ډلې وپوهیږي، چې  دوی د سوریې د شپږنیم کلنې جګړې بایلوونکي وو»

د هغه په وینا، دا مخالف لوري ته یو روښانه پیغام دی، چې په جګړه کې يې دې بریالیتوب توان نه درلود او په پای کې به حتما سولې ته تسلېمېدل.که څوک دا څرګندونې له شته واقعیت سره وڅېړي، نو وبه مومي، چې د سوریې سیمو ته په ننوتلو سره باید لویې لارې طی کړي.

تبصره:

د ۲۰۱۷م کال د جنوري په میاشت کې د حلب ښار له سقوطه وروسته بشار اسد اعلان وکړ: ترهګرو ډلو  ته د درنو ضربو په واردولو سره بریالي شوو. د دغه ښار اوسېدوونکي او د دولت مخالفې ډلې، چې مخکې یې ترکیې وسلوال ملاتړ کاوه، په خواشینۍ سره چې دا ځل  یوازې پرېښودل شول. له میاشتو اوږدې کلابندۍ وروسته د دغې سیمې اوسېدونکو او مخالیفینو پرته د بشار اسد او د هغه د ملاتړو د شرایطو له منلو څخه په ځانګړي ډول کله یې چې ترکیې له ملاتړه لاس واخیست کومه بله لار نه درلوده. د ادلیب ښار له محاصرې وروسته همدا ښار یوازینۍ سیمه وه،چې د دولت مخالفو وسلوالو  په لاس کې وه.

کله چې بشار اسد په حلب ښار کې لنډ مهاله بریالیتوب ته ورسېد، له دې حقیقته باید سترګې پټې نه کړو، چې د ده رژیم د دمشق ښار د کابو کولو لپاره د وسلوال پوځ له کمښت سره مخ شو. که دقیقه څېړنه وشي، د حلب ښار له سقوط وروسته د جګړې تګلاره بدله شوې او دغه رژیم پورې تړاو لري، چې په دغو شرایطو کې څه ډول خپلې ګټې خوندي کوي.

د حلب ښار له سقوط وروسته د ترکي  SDF ځواکونو او داعش تر منځ د رقې او دَیرالزور په سیمو کې خورا ډېرې نښتې وشوې.په دغو نښتو کې د سوریې د پوځ ډېری نظامیان مړه او ځینو یې پوځ پرېښود، چې له دې کبله روسي او ایراني نظامي ځواکونو ته اړ شول. که چېرې دغه حالت ته دقیق وکتل شي، نو امکان نه لري، چې د سوریې رژیم دې پر ټوله سوریه کنټرول تر لاسه کړي او دا د بشار اسد پر ناکامیو دلالت کوي. د دې تر څنګ د سوریې رژیم د دغې جګړې د ګټلو لپاره اکثریت ځواکونه له لاسه ورکړل.

د ۲۰۱۷م کال د می په میاشت کې د روسیې،ایران،ترکیې او د دولت مخالفو ډلو ترمنځ  یو هوکړه لیک لاسلیک شو، تر څو د دغې جګړې حقیقت څرګند کړي او ټول یوې مناسبې حل لارې ته ورسیږي.

همد راز د آستانې په څلورم کنفرانس کې د نا امنه او جنګ ځپلو سیمو د امنیت لپاره موافقه وشوه، چې باید  نا امنه او جګړه ییزې سیمې په امن سیمو بدلې شي او د دغو سیمو پر پولو دې امنیتي کمربندونه او پوستې جوړې شي؛ تر څو د غیر مسلح ملکي کسانو له ننوتلو، د بشري مرستو لېږدوونکو موټرو له راتګ او له اقتصادي پرمختګ څخه اطمنان پیدا شي.

دغه ټولې سیمې به د ایران،روسیې او ترکیې له خوا کنټرولیږي.له دغې کړنې څخه معلومیږي، چې دې سوریې رژیم نه شي کولی د دغه هېواد ټولې سیمې وساتي او همدا راز یې د دولت له مخالفو ډلو سره د مقابلې او جګړې توان له لاسه ورکړی دی. دا په دې مانا ده، چې د سوریې رژیم به خپلې ځينې تر ولکې لاندې سیمې بیا له لاسه ورکړي. که ژور وکتل شي، د سوریې په اړه د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو تشویش او بشار اسد ته د سیاسي ملاتړ موندل او د سوریې پر سیمو کنتول او لاسرسی د هغوی کار دی؛ نو ځکه د ده د بریا لپاره هيڅ ډول مرستې نه سپموي.

حقیقت دا دی،چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استیفن دېمستورا ونه شو کولی، چې د سوریې لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي.هغه سیاسي حل لارې، چې د دغې ستونزې لپاره په  استانه، ژنیو او رياض کې وړاندې شوې، یوازې د شورشونو د پای ته رسولو او په دمشق کې د رژیم د ساتلو لپاره وې، دغه ناستې او خبرې ځکه ناکامې شوې، چې د مخالفو ډلو هېڅ استازی پکې نه و غوښتل شوی ، په حقیقت کې نړیوال قدرتونه د بشار اسد په نیم لسیزي هر اړخیز ملاتړ سربېره ونه توانېدل د سوریې د خلکو لپاره واقعي حل لاره پیدا کړي. د سوریې د انقلاب د ختمولو لپاره د نړیوالو قدرتونو هڅو  او کوښښونو ته په کتو سره دې پایلې ته رسېږو، چې دوی د ستونزو پر حل او کنترول برلاسي نه دي او نه به هم برلاسي شي.

د حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر ته

لیکوال: عدنان خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې